>

د رواد د ژباړې مرکز — 207

9:123 ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! جنګ کوئ تاسي له هغو خلکو سره چې نږدې دي تاسو ته له کفارو او و دې مومي دوی په تاسي کې کلکوالی، او پوه شئ چې بې شکه الله له پرهیزګارانو سره دی.

9:124 او كله چې كوم نوى سورت نازليږي نو له هغوى (منافقانو) نه ځينې وايي: په تاسو (مسلمانانو) كې په دې سره د چا ايمان زيات شو؟ نو (حقيقتاً) كومو خلكو چې ايمان راوړى ايمان يې ورزيات كړى او هغوى پرې خوشاله دي.

9:125 خو هر هغه كسان چې په زړونو كې يې (د منافقت) ناروغي ده نو پر خپلې پليتي يې نوره پليتي هم ورزياته كړه او هماغسې په كفر مړه شول.

9:126 آيا دوى نه ګوري چې هر كال يو يا دوه ځله ازمويل كيږي چې بيا هم نه توبه باسي او نه څه درس اخلي.

9:127 او كله چې كوم سورت نازل شي نو دوى يو بل ته سره وګوري (وايي) څوك خو به مو وينې نه؟ (نو كه چا نه ليدل) بيا غلي پاڅي، الله د دوى زړونه اړولي دي ځكه هغوى داسې خلک دي چې په هېڅ نه پوهيږي.

9:128 (دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاس] د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى.

9:129 نو كه مخ يې وګرځولو، ورته ووايه چې زما لپاره الله كافي دى، له هغه پرته كوم بل معبود (په حقه) نشته، پر هماغه مې بروسه ده او هماغه د ستر عرش څښتن دى.