د رواد د ژباړې مرکز — 2
2:1 الم [1]
2:2 دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره.
2:3 هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي.
2:4 او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي.
2:5 دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي.