د رواد د ژباړې مرکز — 199
9:73 ای نبي له كافرانو او منافقانو سره (په كلكه) مقابله او پر هغوى سختي كوه، او (په پاى كې يې) استوګنځى جهنم دى او هغه د بېرته ورتلو ناكاره ځاى دى.
9:74 په الله قسمونه كوي چې دوى دغسې نه دي ويلي، او په حقيقت كې هغوى د كفر هماغه خبره كړې وه او له اسلام راوړلو نه وروسته يې كفر كړى و، او د هغه څه تكل يې كړى و چې ترلاسه يې نه كړ، او له دې پرته په بل څه نه وو غوسه چې الله او رسول يې په خپلې لورينې سره هغوى شتمن كړل، نو كه توبه يې ووېسته، ورته غوره ده او كه بېرته وګرځيدل، الله به يې په دنيا او آخرت كې په دردناك عذاب اخته كړي او بيا به يې د ځمكې پر مخ هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي.
9:75 او له هغوى نه ځينې داسې وو چې الله سره يې ژمنه كړې وه چې كه له خپلې لورينې يې څه راكړل نو خامخا به خيرات كوو او نېك عمله به اوسو.
9:76 نو كله يې چې له خپل فضل څخه څه وركړل، بخيلى يې غوره كړه او څنګ كوونكي بېرته وګرځېدل.
9:77 نو بيا يې تر هغې ورځې په زړونو كې نفاق ور واچولو چې هغه سره به مخامخ كيږي په دې چې الله سره يې كړې ژمنه ماته كړه او دا چې دروغ به يې ويل.
9:78 آیا نه پوهيږي چې الله ته يې پټ نيتونه او پټې مشورې معلومې دي او دا چې الله يقيناً په غيبو ډېر ښه پوه دى؟
9:79 هغوى چې په مومنانو كې د خپلى خوښې خيرات وركوونكو پسې بد وايي، او په هغو كسانو ملنډې وهي چې د خپلې وسې كم مال نه پرته نور څه نه مومي، الله به يې د مسخرو سزا وركړي او هغوى لپاره دردناك عذاب دى.