د رواد د ژباړې مرکز — 19
2:120 او هیڅ کله به له تا څخه (ای محمده!) یهودان او نه نصرانیان راضي نشي تر څو چې ته د دوی د دین متابعت ونکړې، ووایه (ای محمده!) دوی ته چې بېشکه هدایت د الله (اسلام) همدا هدایت دی او قسم دی که چېرې پیروي وکړې ته د آرزوګانو د دوی وروسته له هغې چې تا ته علم (د وحي او توحید) راغلی دی، نه به وي تا لره له (عذابه د) الله هیڅ دوست او مرستندوی.
2:121 هغه کسان چې موږ ورته کتاب ورکړی دی، هغو په حق سره کتاب لولي (دغه د اهل کتابو مؤمنان) همدا کسان ایمان راوړي په دغه (کتاب)، او هغه څوک چې کافر شي په دې نو دغه کسان زیانکاران دي.
2:122 اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده!) یاد کړئ زما هغه نعمت چې انعام کړی دی ما پر تاسي (او بل دا یاد کړئ چې) بېشکه ما غوره کړي یاست تاسي (یعنې نیکونه ستاسې) پر عالمیانو (د زمانې ستاسي).
2:123 او ووېرېږئ، له (عذابه د) هغې ورځې چې لرې کولې به نه شي هیڅ نفس له هیڅ (کافر) نفس څخه هیڅ شی (له عذابه) او نه به شي قبلولی له دغه نفس څخه بدل (فدیه) او نه به نفع رسوي ده ته شفاعت (سپارښتنه) او نه به له دوی سره مدد وکړی شي (په دفع د عذاب کې).
2:124 ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وویل: بېشکه زه تا د ټولو خلكو امام ټاكم، (ابراهیم) وویل: او زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وویل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي.
2:125 او (یاده کړه اې محمده) کله چې موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره (د ثواب) مركز او د امن ځاى جوړ كړ، او (امر مو وکړ چې) د ابراهیم علیه السلام له مقام (اودرېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ او موږ ابراهیم او اسماعیل ته حکم کړی و چې زما کور د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو (لمونځ کونکو) لپاره پاک کړئ.
2:126 او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم علیه السلام: اې زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګړځوه، او د دې له اوسېدونكو څخه هغه چا ته چې پر الله او اخرت ایمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزې وركړه، (الله) وفرمایل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنیا د ژوند) ورکوم، بیا به یې په زور د اور عذاب (جهنم) ته ورکاږم، او بد ځای د ورتلو دی (هغه اور).