د رواد د ژباړې مرکز — 18
2:113 يهوديان وايي ، له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي، له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلك هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي.
2:114 او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي، دغه کسان د دې وړ نه دي چې دې جوماتونو ته پرته (د مؤمنانو) له وېرې ننوځي، دوی ته په دنیا کې ذلت دی او په آخرت کې ورته لوی عذاب دی.
2:115 ختیځ او لویدیځ خاص الله لره دي، نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
2:116 او هغوى (کفار) وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى، الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چې څه په آسمانونو او زمکې کې دي ټول د هغه (الله) دی او ټول د هغه د امر منونكي دي.
2:117 هغه د آسمانونو او زمکې (نوی او پرته له نمونې) پیدا کوونکی دی او هر کله چې د یوه کار اراده وکړي نو وايي هغه کار ته چې وشه! نو هغه وشي.
2:118 او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي: ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدا رنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی وو د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق بیان کړي دي موږ آیاتونه هغو خلقو ته چې یقین کوي.
2:119 بېشکه موږ ته لیږلی يې (ای محمده!) په حقه سره زیری ورکوونکی (په جنت) او ویروونکی (له دوزخ). او تا څخه به د دوزخ د خاوندانو په اړه پوښتنه ونشي.