د رواد د ژباړې مرکز — 153
7:23 دوى وويل: زموږ ربه! پر خپلو ځانو مو ظلم كړى اوكه ته مو ونه بخښې او رحم را باندې ونه كړې، نو موږ به خامخا له تاوانيانو يو.
7:24 ويې فرمايل: كوز شئ، تاسو به يو د بل دښمنان ياست، او تاسو لره په ځمكه كې هستوګنځى او تر څه وخته پورې د ژوند وسايل (ټاكل شوي) دي.
7:25 او ويې فرمايل: په هماغې كې به ژوند كوئ او په هماغې كې به مرئ او له هماغې به راوېستل كيږئ.
7:26 اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي.
7:27 اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي.
7:28 او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ.
7:29 ورته وايه: زما رب د عدالت امر كړى او دا چې مخونه مو د هر لمانځه په مهال سم برابر كړئ او داسې يې رابلئ چې هغه ته د خپل دين سوچه كوونكي ياست، څنګه يې چې ړومبى ځل پيدا كړئ هماغه شان بيا پيدا كيږئ.
7:30 يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.