>

د رواد د ژباړې مرکز — 152

7:12 وې فرمايل: څه شي له سجدې كولو منع كړې كله چې ما امر درته وكړ؟ ويلې: زه خو ترې غوره يم! زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې.

7:13 ويې فرمايل: نو ته له دې ځايه كوز شه، تا ته دا حق نشته چې لويي پكې وكړې، نو وځه! رښتيا چې ته له ذليلانو يې.

7:14 ويې ويل: ماته تر هغې ورځې مهلت راكړه چې دوی راپاڅول کېږي.

7:15 وویل (الله تعالی) بیشکه ته یې له مهلت ورکړی شوو څخه (د قیامت تر ورځې).

7:16 ويې ويل: نو په دې چې تا زه دې په بې لارېتوب اخته كړم، خامخا به دوی ته ستا په سمه لاره کې كښېنم.

7:17 بيا به يې مخې ته هم راځم او له څټه، ښۍ خوا او كيڼې خوا يې هم او زياتره به يې شكر ويستونكي نه مومې.

7:18 ويې فرمايل: وځه! له دې (ځايه) سپك اورټل شوی، له دوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه، خامخا به تاسو ټولو نه جهنم ډكوم.

7:19 او اې آدمه! ته او مېرمن دې دواړه په جنت كې او سېږئ، او له كومه ځايه مو چې خوښه وي هر څه خورئ خو دغى ونې ته مه وړ لنډېږئ، بيا به له ظالمانو ياست.

7:20 بيا نو دواړو ته شيطان وسوسه ور واچوله تر څو هغه شرم ځايونه يې چې يو له بله پټ كړى شوي وو، دوى ته ورڅرګند كړي او ويې ويل: رب مو تاسو له دغې ونې ځكه ايسار كړي ياست چې هسې نه پرښتې شئ او يا تلپاتې كېدونكي شئ.

7:21 او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم.

7:22 نو همداسې يې دوى په غولولو سره راكوز كړل، بيا يې كله چې د هغې ونې (خواړه) وڅكل، عورتونه يې ورته څرګند شول او په ځان پورې يې د جنت د پاڼو نښلول پیل كړل نو رب يې ورته اواز وكړ: آيا تاسو مې له دغې ونې ايسار كړي نه وئ؟ او نه مې و درته ويلي چې دا شيطان ستاسو يو څرګند غليم دى؟