>

د رواد د ژباړې مرکز — 148

6:147 نو كه دروغجن يې وبللې ورته وايه ستاسو رب د پراخ رحمت خاوند دى او له مجرمو خلكو يې عذاب بېرته نه شي ګرځول كېداى.

6:148 هغو كسانو چې شرك كړى وايي به كه الله غوښتي واى نه به موږ شرك كړى وو، نه مو پلرونو او نه به مو كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكى هم چې كوم خلك وو همدغسې دروغ يې تړلي وو تر دې چې زموږ عذاب يې وڅكلو، ورته ووايه: آيا تاسو سره كوم علمي سند شته چې موږ ته يې راوباسئ؟ تاسي له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځئ او (په الله پورې) له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوئ.

6:149 ووايه: نو الله سره خو حق ته رسېدلى سند شته، او كه غوښتي يې واى تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.

6:150 ووايه: هغه شاهدان مو راولئ چې دا شاهدي وايي چې دا شيان الله حرام كړي دي، نو كه هغوى دا شاهدي وركړه نو ته دا شاهدي ورسره مه وايه او د هغو په هوسونو پسې مه ځه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او هغوى چې په آخرت ايمان نه راوړي او دوى له خپل رب سره نور څه برابروي.

6:151 ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې خپل رب مو در باندې حرام كړي، دا چې هېڅ شی به نه ورسره شريكوئ، له مور او پلار سره به ښېګڼه كوئ، د نېستۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى دواړو ته موږ روزي دركوو، بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنږدې كيږئ، داسې كس مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه، په دې سره الله تاسو ته حكم كړى چې له عقله كار واخلئ.