>

د رواد د ژباړې مرکز — 142

6:111 او كه چېرې مو دوى ته ملايكې هم نازلې كړې واى، او مړيو خبرې ورسره كړې وای او ټول شيان مو د دوى په وړاندې راغونډ كړي واى، بيا به هم چمتو نه وو چې ايمان راوړي، مګر دا چې الله وغواړي خو زياتره يې نا پوهي كوي.

6:112 او په همدې توګه مو هر نبي ته انسي او جني شيطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې لپاره يو بل ته په ( ظاهره) ښكلې خبرې وسوسه كوي او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.

6:113 ترڅو د هغو خلكو زړونه ورته په تلوسه كې وي چې په آخرت ايمان نه راوړي او پرې خوښ شي او هغه ناوړه كارونه ترسره كړي چې دوى يې كول غواړي.

6:114 آيا نو پرته له الله بل فيصله كوونكى ولټوم او حال دا چې هماغه تاسو ته (ښه پوره) څرګند كتاب را نازل كړی، او هغه كسان چې كتاب مو وركړى (ښه) پوهېږي چې هغه ستا د رب له خوا په حقه نازل شوى نو له شك كوونكو مه اوسه.

6:115 او ستا د رب وينا په رښتينولۍ او عدالت كې پوره كره ده، هيڅوك د هغه د خبرو (حكم) بدلونكى نه دى او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.

6:116 او كه ته د زياترو هغو خلكو خبره ومنې چې په ځمكه مېشت دي نو د الله له لارې به دې واړوي، دوى بل څه نه، صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوي.

6:117 بې شكه ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې لارې نه يې اوښتى وي او هماغه په لار موندونكو باندې ښه پوه دى.

6:118 نو له هغه (حيوان) څخه خورئ چې د الله نوم پرې ياد شوى وي، كه چېرى يې په آيتونو باور لرونكي ياست.