>

د رواد د ژباړې مرکز — 141

6:102 همدا الله دى ستاسو رب، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته، د هر څه پيدا كوونكى دى نو ويې لمانځئ او هماغه په هر شي څارونكى ساتونكى دى.

6:103 نظرونه یې نه شي موندلاى او هغه نظرونه موندلى شي هغه خورا باریک بین او با خبره دى.

6:104 تاسو ته د خپل رب له خوا د حق ليدلو نښانې راغلي دي، نو چا چې هغه وليد (ګټه يې) د خپل ځان ده او څوك چې ړوند شو نو تاوان يې (خپله) پر ده دى او زه خو پر تاسو كوم پيره دار نه يم.

6:105 او په همدې شان موږ دغه ايتونه بيا بيا (ورته) بيانوو چې دوى ووايي له چا دې درس ويلى دى، او چې هغو خلكو ته يې بيان كړو چې پوهيږي.

6:106 د هغه څه متابعت كوه چې د خپل رب له خوا درته وحى شوې، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته او له مشركانو مخ ګرځوه.

6:107 او كه الله غوښتي وى نو دوى به شرك نه و كړى او ته مو ورباندې پيره دار نه يې ټاكلى او نه ته پر دوى واكمن څارونكى يې.

6:108 او هغه كسان مه ښكنځئ چې الله نه پرته شيان را بلي (ځكه چې) بيا به له بريده ورتېر په ناپوهۍ سره الله ته ښكنځل كوي، همداسې مو هرې ډلې ته خپل عمل ښايسته كړى دى بيا يې خپل رب لور ته ورستنېدل دي، هغه به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول.

6:109 او دوى كلك قسمونه وخوړل چې كه څه نښانه ورته راشي نو خامخا به ايمان پرې راوړي، ووايه: خبره دا ده چې دغه نښانې الله سره دي او څه شى به مو پوه كړي چې كه هغه نښانې هم راشي، ايمان نه راوړي.

6:110 او هماغه شان به يې زړونه او نظرونه اړوو لكه چې ړومبى ځل يې پرې ايمان نه و راوړى او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې لا لهانده پرېږدو.