د رواد د ژباړې مرکز — 137
6:74 او كله چې ابراهيم خپل پلار اّزر ته وويل: اّيا ته بتان په خدايۍ سره نيسې؟ زه خو تا او ستا قوم په څرګند بې لاريتوب كې وينم.
6:75 او په همدې توګه مو ابراهيم ته د اسمانو او ځمكې عجائب (يا لويه پاچايي) ورښودل او د دې لپاره چې له باوركونكو واوسي.
6:76 نو بيا چې كله شپه پرې راخوره شوه، يو ستورى يې وليد، ويلې دا به مې رب وي خو چې هغه پرېوت ويلې: پرېوتونكي مې نه خوښيږي.
6:77 بيا چې كله يې سپوږمۍ ښه ځلانده تر سترګو شوه، ويلې دا به زما رب وي! خو كله چې هغه هم پرېوتله، ويلې كه خپل رب مې سمه لارښوونه راته نه واى كړې، نو زه به هم خامخا له بې لارو خلكو وم.
6:78 بيا يې چې لمر ځلېدونكى وليد ويلې همدا به مې رب وي دا خو ډېر لوى دى! خو كله چې هغه هم ډوب شو نو ويلې: اى زما قومه! زه له (ټولو) هغو شيانو بيزار يم چې تاسو يې شريك ګڼئ.
6:79 بې شكه ما د هغه ذات په لوري مخ ور اړولى چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، (حق ته) ورګرځېدونکی (یم)، او زه له مشركانو څخه نه يم.
6:80 او د قوم يې ورسره ناندرۍ شوې، ده ويل: آيا د الله په هكله راسره ناندرۍ وهئ؟ چې دا دى سمه لار يې راښودلې ده، او زه خو له هغه څه نه وېرېږم چې تاسو يې ورسره شريك ګڼئ، مګر دا چې رب مې د څه شى اراده وكړي، زما د رب علم په هر څه راخپور دى نو آيا تاسو نصيحت نه اخلئ.
6:81 او څرنګه به له هغه څه ډارېږم چې تاسو يې شريك ګڼئ حال دا چې تاسو په دې هم نه ويرېږئ چې الله سره هغه څه شريكوئ كوم چې د هغه په اړه يې پر تاسو كوم سند هم نه دى رانازل كړى، نو په دې دواړو ډلو كې كومه يوه زياته د ډادينې وړ ده؟ كه تاسو پوهېږئ.