د رواد د ژباړې مرکز — 129
6:9 او كه هغه مو ملايك ګرځولى وى نو حتماً به مو د سړي په بڼه ګرځولو او هماغسې به مو په شك كې اچولي وو چې دوى اوس پكى اخته دي.
6:10 او يقيناً له تا ړومبى هم په (ډېرو) رسولانو پورې ملنډې وهل شوې دي خو بيا پرهغو خلكو چې ملنډې يې وهلې هماغه د ملنډو سزا نازله شوه.
6:11 ورته وايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و.
6:12 ورته وايه: په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه د چا دي؟ ورته وايه: د الله دي. هغه پر خپل ځان رحمت لازم كړى، حتماً به مو د قيامت ورځې ته راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته خو چا چې خپل ځانونه په تباهۍ كې اچولي هغوى يې نه مني.
6:13 او څه چې په شپه او په ورځ كې اوسي هغه ټول د الله دي او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.
6:14 ورته وايه: آيا له الله پرته ځان ته بل پالونكى ونيسم، هغه (الله) چې د اسمانو او ځمكې پيدا كوونكى دى او هغه چې (خلكو ته) خواړه وركوي او ده ته نه وركول كيږي، ورته وايه: ماته خو امر شوى چې تر هر چا ړومبى ورته تسليم شم او چې هيڅكله له مشركانو مه كېږه.
6:15 ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.
6:16 په هغه ورځ چې څوك له عذابه وژغورل شو نو پر هغه الله ډېر لوى رحم وكړ او همدا څرګند برياليتوب دى.
6:17 كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي، اوكه هغه تا ته پر كومه ښېګڼه ګټه درواړوي نو هغه د هر څه واك لري.
6:18 هغه پر خپلو بندګانو پوره برلاسى واكمن دى او د حكمت څښتن او باخبره دى.