د رواد د ژباړې مرکز — 124
5:96 د سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
5:97 الله د درناوي وړ كور كعبه د خلكو د سمبالښت لپاره (وسيله) ګرځولې او همداسې حرامه مياشت، د كعبى هدی او د غاړې پټۍ، دا د دې لپاره څو تاسي وپوهېږئ چې يقينا الله په هغو ټولو شيانو پوهيږي چې په اسمانو او ځمكه كې دي او چې الله خامخا په هر شى ښه پوه دى.
5:98 پوه شئ چې بې شكه الله د سخت عذاب وركوونکی هم دى او ډېر مهربان بخښونكى هم دى.
5:99 په دې رسول باندې له (پيغام) رسولو پرته بل څه نشته او تاسو يې چې څرګندوئ او يا يې پټوئ، په هغو الله ښه پوهيږي.
5:100 ورته وايه ناولي او پاك خو نه دي سره برابر كه څه هم د ناپاكو ډېروالى ښه درته ښكاره شي نو الله نه وېره كوئ ای هوښيارانو تر څو بريالي شئ.
5:101 اى مومنانو! د داسې خبرو پوښتنې مه كوئ چې كه درته څرګنده شي نو بيا مو خپه كړي، خو كه هغه مهال يې پوښتنه كوئ چې قراّن نازليږي نو بيا به درته څرګنده شي، الله ترې تېر شوى دى (له پخوانۍ ګناه) او الله خو بخښونكى د زغم څښتن دى.
5:102 له تاسو نه مخكې يوې ډلې همدا ډول پوښتنې كړې وې، خو بیا پرې کافران شول.
5:103 نه كومه بحيره (هغه څاروی چې کله به یې یو ټاکلی عدد بچي وزیږول بیا به یې غوږ څیري کېده) الله (روا) ګرځولې، نه سائبه (هغه څاروى چې یو ټاکلی عمر به یې پوره کړ بیا به د بتانو په نامه خوشې كېدله)، نه وصيله (هغه اوښه چې پرله پسې يې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله) او نه حام (هغه اوښ چې څو اوښې يې بلاربې كړې وي او بتانو ته نذر كيده)، خو څوك چې كافران شوي په الله دروغ تړي او زياتره يې عقل نه كاروي.