د رواد د ژباړې مرکز — 115
5:42 تا ته ډېر غوږ نيوونكي دي د دروغو ورګډولو لپاره او دېر حرام خوړونكي، نو كه تا ته راغلل يا يې ترمنځ پرېكړه وكړه يا ترې ډډه وكړه او كه ډډه دې ترې وكړه نو هيڅكله به كوم تاوان در ونهرسوي او كه فيصله دې كوله نو ترمنځه يې په عدل فيصله كوه، يقيناً الله عدالت كوونكي خوښوي.
5:43 او دوى تا څنګه فيصله كوونكى ټاكي حال دا چې له دوى سره تورات شته دى په هغه كې د الله حكم (ليكل شوی) دى او سره له دې هم دوى ور څخه مخ اړوي، اصلي خبره دا ده چې دا خلك له سره ايمان نه لري.
5:44 تورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې او همداسې خداى پالونكو او عالمانو (هم په تورات فيصلې كولې) چې د الله د كتاب په ساتنه ګمارل شوي او پرهغه شاهدان وو، نو له خلكو مه وېرېږئ، يوازې له ما ووېرېږئ او په آيتونو مې كمه (ټيټه) بيه مه اخلئ، او چا چې په الله رانازل كړي (قانون) فيصله ونه كړه نو همدوى كافران دي.
5:45 او (په تورات كې مو) پردوى ليكلي وو چې كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده، نو څوك چې قصاص و بخښي نو دا يې د ګناهونو رژېدل دي. او چا چې په الله رانازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو هغوى ظالمان دي.