>

د رواد د ژباړې مرکز — 112

5:24 هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو.

5:25 (موسى) وويل: زما ربه! زه خو مې له ځان او ورور پرته بل څه نه لرم نو زموږ او دغه سرغړاند قوم ترمنځ بېلتون راولې.

5:26 ويې فرمايل: نو يقيناً هغه (ځمکه) تر څلوېښتو كلونو پر دوى حرامه شوه، په ځمكه كې به لا لهانده ګرځي (نو ته هم) د دې فاسقانو په حال مه اندېښمن كېږه.

5:27 او د آدم د دوو زامنو خبرهم په رښتيا سره پرې ولوله، كله چې دواړو څه قرباني وكړه نو له يوه يې قبوله شوه او له بل قبوله نه شوه، هغه (قابيل) ورته وويل: خامخا به دې وژنم، هابيل وويل بې شكه الله يې يوازى له متقيانو قبلوي.

5:28 نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مى لاس نه درغځوم چې تا ووژنم، زه خو د ټولو خلكو رب الله نه وېرېږم.

5:29 زه خو دا غواړم چې ته زما او ستا خپلې ګناه باندې اخته شې، نو بيا به له دوزخيانو يې او همدا د ظالمانو سزا ده.

5:30 نو خپل نفس يې د ورور وژل ورته اسانه كړل او ويې وژلو نو دى هم له تاوانيانو شو.

5:31 بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو.