>

د رواد د ژباړې مرکز — 110

5:14 او همداسې مو له هغو هم پوخ لوز اخيستى و چې ويل يې موږ نصارى يو، خو دوى هم د هغه څه لويه برخه هېره كړه چې درس يې وركړ شوى و، نو بيا مو د قيامت تر ورځې د هغوى ترمنځ دښمني او تاوتريخوالى واچاو او الله به يې ډېر زر په هغو كارونو خبر كړي چې دوى به كول.

5:15 ای اهل كتابو! یقینا زموږ رسول درغلى دى چې تاسو ته د کتاب زياتره هغه خبرې بيانوي كومې چې تاسو پټولې او له ډېرو (بديو) در تېريږي هم، په حقيقت كى د الله له خوا يوه رڼايي او حق بيانوونكى كتاب درغلى دى.

5:16 (چې) د هغه په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چې د هغه د رضا غوښتونكي دي د سلامتيا لارې ښايي، او په خپل امر سره هغوى له ترږميو څخه راباسي د رڼا لوري ته يې راولي او د سمې لارې په لوري د هغو رهبري كوي.

5:17 هغه كسان حتماً كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمى زوى مسيح دى! ورته وايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول هلاك كړي؟ او (خاص) الله لره ده پاچايي د اسمانونو، ځمكې او څه يې چې ترمنځه دي، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هر څه قادر دى.