>

د رواد د ژباړې مرکز — 103

4:155 نو د دوی د لوز ماتولو، د الله له آيتونو منكرېدلو او د (يو شمېر) رسولانو په نا حقه وژلو او د هغى وينا له امله يې چې ويل به يې زموږ زړونه په پردو كې دي چې په حقيقت كې د هغوى د كفر په وجه الله مهر پرې لګولى و (نو دا دى اوس) ډېر لږ ايمان راوړي.

4:156 او د كفر له امله يې او پر مريمې د لوى بهتان ويلو له امله يې.

4:157 او دا خبره يې چې موږ د الله رسول مسيح عيسى د مريمې زوى وژلى دى حال دا چې نه يې وژلى او نه يې په سولۍ كړى و، بلكې ورته مشابه كړى شو (بل كس د عيسى په رنګ کې) او بې شكه هغوى چې د ده په هكله شخړه كوي، خامخا په دې اړه په شك كې دي، له ګومانه پرته د دوى څه علم پرې نشته او يقيني خو يې نه دى وژلى.

4:158 بلكې الله هغه خپل لوري ته اوچت كړ، او الله ډېر زورور او د حكمت څښتن دى.

4:159 او له اهل كتابو نه به هېڅوك داسې نه وي چې له مرګه مخكې يې پر هغه ايمان رانه وړي او د قيامت په ورځ به هغه ورباندې شاهد وي.

4:160 نو د يهودو د همدې ظلم (او زياتي) په اساس او په دې چې د الله له لارې ډېر ايسارول كوي، زياتره هغه پاكيزه شيان مو پرې حرام كړل چې ورته حلال وو.

4:161 او همدارنګه د سود اخيستل يې چې ترې منع شوي هم وو او په نا حقه يې د خلكو مالونو خوړلو په وجه او دوى نه چې څوك كافران وو هغو ته مو دردناك عذاب تيار كړى دى.

4:162 خو له دوى نه د پاخه علم خاوندان او هغه مومنان چې هم پر تا رانازل شوى (دين) مني او هم له تا مخكې نازل شوي (كتابونه) او د لمانځه او زكات ادا كوونكي او په الله او وروستۍ ورځ ايمان راوړونكي دوي (ټولو) ته به لوى اجر وركړو.