د رواد د ژباړې مرکز — 102
4:148 الله بده وینا نه خوښوي، پرته له هغه چا چې زياتى ورسره شوى وي، او الله پوه اورېدونكى دى.
4:149 كه ښېګڼه څرګندوئ، يا يې پټوئ او يا له څه بدو تېرېږئ نو بې شكه الله هم سره له وسې تېرېدونكى دى.
4:150 بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.
4:151 دا خلك نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى.
4:152 او چا چې په الله او رسولانو يې ايمان راوړ او د هغو يوه كې يې هم څه توپير ونه كړ نو دوى ته به يې ډېر زر خپلې بدلې وركړي او الله مهربان بخښونكى دى.
4:153 اهل كتاب در څخه غواړي چې له اسمانه يوه کتاب پرې نازل كړې، نو دوى خو له موسى نه تر دې ډېره لويه غوښتنه كړې وه، ورته ويلي يې وو چې الله په څرګنده راوښايه! چې د همدغې ناړامۍ له امله بيا تندر پرې راولوېد، بيا يې خوسى (ځان ته) په خدايۍ ونيوه (دا هم) وروسته له هغه چې ښكاره نښې ورته راغلې، خو له هغه هم موږ ورتېر شو، او موسى ته مو څرګند فرمان وركړ.
4:154 او د دوى پخې ژمنې لپاره مو طور(غر) پرې اوچت كړ او ورته و مو ويل په دې وره به سجده كونكي ننوځئ، او (دا مو هم) ورته وويل چې د خالي په ورځ به تېرى نه كوئ او پوخ لوز مو ترې واخيست.