د رواد د ژباړې مرکز — 101
4:141 هغه (منافقان) چې ستاسو په اړه انتظار كوي، نو كه د الله له خوا مو برى نصيب شو دوى وايي آيا موږ درسره نه وو او كه د كافرانو څه په برخه شو نو (هغوته) وايي آيا موږ درباندې برلاسي نه و او له مومنانو مو ونه ژغورلئ، نو الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ فيصله كوي او الله به هيڅكله كافرانو ته پرمومنانو (د برلاسۍ) لاره ورنه كړي.
4:142 بې شكه دا منافقان الله سره ټګي كوي او په حقيقت كې الله هغوى په دوكه كې غورځولي دي او كله چې لمانځه ته پاڅيږي نو په لټۍ سره پاڅيږي، خلكو ته ځان ښودنه كوي او الله نه يادوي مګر ډېر لږ.
4:143 د دې ترمنځه زړه نازړه دي، نه د دغو په لوري دي او نه د هغو او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو هيڅكله به لار ورته ونه مومې.
4:144 اى مومنانو! د مومنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ آيا غواړئ چې د ځان پر خلاف الله ته څرګند سند وركړئ.
4:145 بې شكه منافقان به د اور په بيخي لانديني تل كې وي او ته به هيڅكله دوى ته څوك مرستندوى ونه مومې.
4:146 پرته له هغو چې توبه يې ووېسته او سم يې كړل (عملونه) او په (دين د) الله يې منګولې ولګولې او خپل دين يې الله لره سوچه كړ نو داسې خلك به له مومنانو سره وي، او الله به ډير زر مومنانو ته لويه بدله وركړي.
4:147 الله به ستاسو په ځورولو څه كوي، كه شكر مو ووېست او ايمان مو راوړ او الله خو پوه شكر قبلوونكى دى.