د رواد د ژباړې مرکز — 1
1:1 د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.
1:2 ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.
1:3 ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان
1:4 څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.
1:5 خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.
1:6 وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره
1:7 د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.