مختصر تفسیر
مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَـٰعِفَهُۥ لَهُۥ وَلَهُۥٓ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿١١﴾
څوک دی چې خپل مال په خوښۍ د الله لپاره ولګوي، چې الله د هغه لګولي مال بدله څو برابره ورکړي، او هغه لره به د قيامت په ورځ غوره بدله وي چې هغه جنت دی؟!