مختصر تفسیر
أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾
دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي د جنت څښتنان دي تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، دا د هغوی لپاره د هغو نېکو کړنو بدله ده چې په دنيا کې يې وړاندې کړي وو.