مختصر تفسیر
أَفَأَصْفَىٰكُمْ رَبُّكُم بِٱلْبَنِينَ وَٱتَّخَذَ مِنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنَـٰثًا ۚ إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا ﴿٤٠﴾
ای هغو خلکو چې دعوه کوئ چې یقینا ملاېکې د الله تعالی لورګانې دي، ایا خاص کړي یاست تاسې رب ستاسې -ای مشرکینو- په نارینه بچو سره، او د ځان لپاره یې ملاېکې لورګانې نیولي؟ اوچت دی الله تعالی د هغه څه نه چې تاسې یې وایئ، یقینا تاسې په الله تعالی باندې داسې یوه خبره وایئ چې هغه انتها د قباحت کې ده داسې چې تاسې هغه ته د بچي نسبت کوئ، او دا ګومان کوئ چې یقینا هغه لره لورګانې دي ستاسې د زیاتي کولو د وجې نه په هغه باندې په کفر کولو کې.