×

الإسراء

آیت 19

مختصر تفسیر

وَمَنْ أَرَادَ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَسَعَىٰ لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا ﴿١٩﴾

او څوک چې د آخرت د ثواب په خاطر د نیکو کارونو هڅه وکړي ، او کوشش کوي د اخرت د پاره داسې کوشش چې د ریا او ځان ښودنې نه خالي وي، او دا مومن وي په هغه څه چې الله تعالی پرې ایمان واجب کړی، نو دغه کسان چې دا صفات لري د دوی کوشش د الله تعالی سره مقبول دی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي.