×

الإسراء

آیت 1

مختصر تفسیر

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِىٓ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَيْلًا مِّنَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ إِلَى ٱلْمَسْجِدِ ٱلْأَقْصَا ٱلَّذِى بَـٰرَكْنَا حَوْلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنْ ءَايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ ﴿١﴾

پاک دی الله تعالی او لوی دی؛ د وجې د قدرت د هغه نه په هغه څه چې هیڅوک پرې قادر نه دی، نو الله تعالی هغه ذات دی چې بیولی ېې و خپل بنده محمد -صلی الله علیه وسلم- په روح او بدن سره په ویښه په یوه حصه د شپې کې د مسجد حرام نه بیت المقدس جومات ته هغه چې برکت اچولی مونږ ګیرچاپیره د هغه نه په میوو او فصلونو سره او په ځايونو د اوسیدلو د پیغمبرانو -علیهم السلام-؛ د دې لپاره چې وویني بعضې زمونږ د نښو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت باندې، یقینا الله تعالی ښه اوریدونکی دی هیڅ د اوریدلو وړ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، ښه لیدونکی دی هیڅ د لیدلو وړ شی ترې پټ نشي پاتی کیدلی.