>

د رواد د ژباړې مرکز — 97

4:114 په زياترو پټو ناستو (مرکو) يې خير نشته پرته له هغه چې څوك د خيرات، كومې ښېګړې يا د خلكو ترمنځ د سولې امر وكړي، او چا چې د الله د رضا په لټه داسې وكړل نو زر به ستره بدله وركړو.

4:115 او څوك چې له رسول نه مخالفت كوي له هغه وروسته چې سمه لار هم ورته څرګنده شي او د مومنانو له لارې پرته په بلې پسې شي نو هماغه لوري ته به يې ورګرځوو چې ده ور مخه كړې او هغه د ورتلو بد ځاى دى.

4:116 بې شكه الله دا نه بخښي چې له ده سره شرك وشي، خو له دې راښكته (هرڅه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او چا چې الله سره شريك ونيوه نو يقيناً چې (له حق نه) په ډېر لرې بې لاريتوب كې ولاړ.

4:117 دوى خو له الله پرته يوازې ښځينه لمانځى او له سركښ شيطانه پرته بل څه نه لمانځي.

4:118 هماغه چې الله رټلى او ده ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم.

4:119 او بې لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلو كې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي نو په څرګند تاوان سره تاواني شو.

4:120 وعدې ورسره كوي او په هيلو كې يې اچوي خو شيطان له دوكې پرته بله وعده نه ورسره كوي.

4:121 د دوى استوګنځى جهنم دى چې هېڅ خلاصون به ترې ونه مومي.