د رواد د ژباړې مرکز — 83
4:27 او الله غواړي چې په رحمت سره در باندې را وګرځي او هغه كسان چې په خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي، غواړي چې تاسو ډېر زيات كاږه شئ.
4:28 الله غواړي چې له تاسو نه (بنديزونه) سپك كړي او انسان خو پيدا شوى دى كمزورى.
4:29 ای مومنانو! مالونه مو خپلوكې په ناروا مه خورئ مګر دا چې ستاسو د خوښې كومه سودا وي، او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى.
4:30 او څوك چې په تېري او ظلم سره دا كاركوي، زر به يې اور ته ننباسو، او دا خو الله ته اسانه ده.
4:31 كه له هغو لويو (بديو) چې ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو واړه ګناهونه به مو ورژوو او د ننوتلو پتمن ځاى ته به مو داخل كړو.
4:32 او د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ يقيناً الله په هرڅه ښه پوه دى.
4:33 او هر چا ته مو د هغه څه لپاره وارثان ټاكلي چې مور، پلار او خپلوانو پريښي او هغوى ته يې هم خپله برخه وركړئ چې لوړې (قسمونه) مو ورسره كړي، بې شكه الله په هر څه شاهد دى.