د رواد د ژباړې مرکز — 7
2:38 (بیا) موږ وویل، چې ټول له جنته کوز شئ، کله چې تاسې ته زما له لوري كوم هدايت ورسېږي، نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نو پر هغوی به هیڅ وېره نه وي او نه به غمجن کېږي.
2:39 او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي.
2:40 اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! یاد کړئ زما هغه نعمت چې پر تاسو مې انعام کړی دی او وفا وکړئ زما پر وعدې (په متابعت د نبي کې) نو زه به هم وفا وکړم ستاسو پر وعدو (جنت ته په ننویستلو) او خاص له ما څخه ووېرېږئ.
2:41 او پر هغه (کتاب) ایمان راوړئ چې ما نازل کړی دی، تصدیق کوونکی د هغه (کتاب) دی چې تاسې سره دی او تر ټولو وړاندې په دې (قرآن) مه کافر کېږئ او زما آیاتونه په لږه بیه مه پلورئ او خاص له مانه ووېرېږئ!
2:42 او حق پر باطل مه پوښئ او حق مه پټوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ (چې دا حق دی).
2:43 او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو) سره رکوع وکړئ.
2:44 آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟
2:45 په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ او په تحقیق سره لمونځ ډېر دروند دې مګر (نه دی دروند) په عاجزي کوونکو.
2:46 هغه کسان چې باور لري په دې چې بېشکه هغوی له خپل پروردګار سره مخامخ کېدونکي دي او په تحقیق دوی هم هغه (الله) ته (په آخرت کې) ورستنېدوکي دي.
2:47 ای بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! زما هغه نعمت یاد کړئ چې ما پر تاسې پېرزو کړی دی او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى وْ.
2:48 او د هغې ورځې (له عذاب) څخه ووېرېږئ چې هیڅ نفس به له بل (کافر) نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولی او نه به دهغه نفس په اړه شفاعت (سپارښتنه) منل کېږي او نه به له هغه څخه فدیه قبلېږي او نه به له هغوی (کافرو او ګناه کوونکو سره) له كوم لوري مرسته وكړاى شي.