د رواد د ژباړې مرکز — 577
74:48 نو بيا به د سپارښت كوونكو سپارښت څه ګټه ور ونه رسوي.
74:49 نو څه پرې شوي چې له دې نصيحته مخ اړوونكي دي؟
74:50 هغوی لكه ترېدلي خره داسې دي.
74:51 چې له زمري تښتېدلي وي.
74:52 اصلاً هغوى هر يو غواړي چې (ځانګړي) پرانيستي ليكونه وركړل شي.
74:53 هيڅكله نه، په اصل كې هغوى له آخرته نه وېريږي.
74:54 هيڅكله نه، دا خو يو نصيحت دى.
74:55 نو د چا چې خوښه وي درس دې ترې واخلي.
74:56 او هغوى څه درس نه شي اخيستلاى پرته له دې چې الله وغواړي، همغه د دې وړ دى چې ترې وېره وشي او همغه د بخښلو واک لري.
75:1 زه د قيامت په ورځ قسم كوم.
75:2 او زه پر ملامتوونكي نفس قسم كوم.
75:3 آيا انسان دا ګومان كوي چې موږ به يې هډوكي راټول نه كړو؟
75:4 ولې نه، موږ خو آن د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو.
75:5 خو (منكر) انسان غواړي چې وړاندې هم بدكارونه ترسره كړي.
75:6 پوښتنه كوي: چې د قيامت ورځ به كله وي؟
75:7 نو كله چې سترګې خړې شي.
75:8 او سپوږمۍ توره شي.
75:9 او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړل شي.
75:10 په هغه ورځ به (دا) انسان ووايي: د تېښتې ځاى چېرې دى؟
75:11 هيڅكله نه، د پناه ځاى نشته.
75:12 هغه ورځ (يوازې) ستا د پالونکي لور ته د تمځاى دى.
75:13 خبر به ورکړی شي انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چې مخکې یې لیږلی دی او وروسته یې پریښی دی.
75:14 بلكې انسان خپله هم پر ځان ليدونكى دى.
75:15 كه څه هم (ډېر) عذرونه وړاندې كړي.
75:16 ته پرې ژر ژر ژبه مه خوځوه چې بيړه پرې وكړې.
75:17 بېشكه د هغه جمع كول او پر تا لوستل يې زموږ پر ذمه دي.
75:18 نو كله چې هغه موږ ولوست، بيايې ته ورپسې لوله.
75:19 بيا په رېښتيا د هغه څرګند بيانول هم پر موږ دي.