>

د رواد د ژباړې مرکز — 521

51:7 قسم دى په آسمان، د لارو او ښكلا والا.

51:8 یقینا تاسو په خبره مختلفې کې یاست.

51:9 له دې (اسلام) څخه هغه څوک اړول كيږي چې (په ازل كې) اړول شوى وي.

51:10 اټكل كوونكي رټل شوي دي.

51:11 هغه کسان چې دوی په جهل کې غافل دي.

51:12 پوښتنې كوي چې (هغه) د سزا ورځ به كله وي؟

51:13 هغه ورځ چې دوی به اور باندې اوسوځولی شي.

51:14 (اوس) د خپل عذاب خوند وڅكئ! دا دي هغه څه چې تاسو بيړه پرې كوله.

51:15 بېشكه متقيان په باغونو او چينو كې دي.

51:16 څه چې خپل پالونکي يې وركړي د هغو را اخيستونكي به وي، بېشکه هغوى له دې وړاندې نيكان وو.

51:17 هغوى به د شپې لږ (وخت) ويده كېدل.

51:18 او په سهارونو كې به يې بخښنې غوښتلې.

51:19 او په مالونو كې به يې د سوالګر او سوال نه كوونكي مسكين لپاره برخه وه.

51:20 او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره.

51:21 او ستاسي په خپلو ځانو كې هم، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟

51:22 او ستاسي روزي او څه چې درسره ژمنه كيږي (ټول) په آسمان كې دي.

51:23 نو د آسمان او ځمكې په رب قسم چې دا بالكل رېښتيا دي لكه دا تاسو چې خبرې كوئ.

51:24 آيا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلى؟

51:25 كله چې په هغه ورننوتل وېلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسي هم) وي، څه نا اشنا خلک یاست.

51:26 بيا غلى كور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسى يې راوړ.

51:27 چې هغوى ته يې نېږدې كړ، وېلې: ولې يې نه خورئ؟

51:28 نو له هغوى نه يې په زړه كې وېره راغله، هغوى ويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوى) زېرى يې وركړ.

51:29 نو ښځه يې په حيرانۍ رامخكې شوه، غږ يې وكړ نو مخ ته يې ټس وركړ وېلې: بوډۍ او شنډه!

51:30 هغوى وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشكه هغه حكمت والا ښه پوه دى.