د رواد د ژباړې مرکز — 461
39:22 ایا هغه څوک چې پرایزي الله سینه د هغه اسلام ته، نو هغه خو د خپل رب له لورې په يوه رڼا (كې) وي، نو د هغو كسانو لپاره تباهي ده چې د الله له يادولو يې زړونه سخت دي، دوى په څرګند بې لارېتوب كې دي.
39:23 الله يو ډېر غوره كلام نازل كړى، داسې كتاب چې (آيتونه يې) يو بل ته ورته او بيا بيا لوستل كيږي، د هغو كسانو پوستكي ترې لړزيږي چې خپل رب نه وېره كوي، وروسته يې پوستكي او زړونه د الله يادولو په لور نرم شي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته چې الله وغواړي په دې سره يې لارښوونه كوي، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه لپاره لارښود نشته.
39:24 نو آيا څوك چې د قيامت ورځې له ناكاره عذابه په خپل مخ (ډال كولو) سره ځان ساتي، او (داسې) ظالمانو ته به وويل شي تاسو چې څه ترلاسه كول هغه وڅكئ.
39:25 له دوى مخكې خلكو هم (دا خبرې) دروغ وګڼلې نو له يو داسې لوري عذاب ورته راغلو چې دوى نه پوهېدل.
39:26 نو الله د دنيا په ژوند كې (هم) رسوايي ور وڅكله او د آخرت عذاب خو حتماً ډېر لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى.
39:27 او بېشكه موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړی، تر څو هغوى پند واخلي.
39:28 (دا) يو عربي قراّن دى، پرته له څه كوږوالي، د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.
39:29 الله يو مثال بيانوي: يو سړى (مريى) دى چې په هغه كې (ګڼ) يو بل سره مخالف شريكان دي، او (يو) بل سړى سلامت د يو سړي دى، نو آيا دواړه مثالونه سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
39:30 بېشكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي.
39:31 بيا به تاسي (ټول) د قيامت په ورځ د خپل رب پر وړاندې جګړې کوئ.