>

د رواد د ژباړې مرکز — 46

2:270 او كوم لګښت چې تاسو يې كوئ يا څه نذر (منښته) منئ نو الله (ښه) ورباندى پوهيږي او د ظالمانو لپاره څوك مرستيالان نشته.

2:271 خيراتونه كه څرګند وركوئ نو هم ښه دي او كه پټ يې كړئ او خوارانو ته يې وركوئ نو دا درته غوره ده او له تاسو به (الله) څه ګناهونه ورژوي، او الله ستاسو له عمله ښه خبر دى.

2:272 خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تا نشته يوازې الله دى چې چا ته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي او تاسي چي كوم مال په خيرات كې لګوئ ښېګڼه همدا تاسي ته ده او تاسې خو يې په همدې خاطر لګوئ چې الله خوشحاله كړئ؛ نو كوم مال چې تاسي په خيرات كې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هېڅكله به ستاسي حق ونه سوځي.

2:273 (له بل هر چا څخه زيات د مرستي وړ) هغه بېوزلي دي چې د الله په لار كې داسې بند دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځمكې پر مخ هېڅ راز هلې ځلې نشي كولاى د هغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چې دوى شتمن دي ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبرېداى شې؛ خو هغوى داسې خلك ندي چې چاته كلك ودرېږي او څه وغواړي د هغو په لاس نيوي كې چې تاسې څه مال ولګوئ هغه به له الله نه پټ پاتې نشي.

2:274 هغوى چې خپل مالونه شپه ورځ، پټ او ښكاره (په ښه لار كې) لګوي نو اجرونه يې له الله سره دي او نه به ورباندې څه ډار وي او نه به غمجن شي.