>

د رواد د ژباړې مرکز — 44

2:260 او كله چې ابراهيم وويل: اي ربه! ته راوښايه چې د مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: آيا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډیرشي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كيږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي، او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى.

2:261 د هغو خلكو مثال چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي داسې دى لكه يوه دانه (تخم) چې اوه وږي راشنه كړي (بيا) په هر وږي كې سل دانې وي او چا ته چې الله وغواړي (نورهم) زياتوي او الله ښه پوه د پراخۍ څښتن دى.

2:262 هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوى بيا په خپلو لګښتونو پسى منت بارول او ځورول نه كوي نو له خپل رب سره يې اجرونه دي چې نه به پر دوى څه ډار وي او نه به خپه كيږي.

2:263 ښه خبره او بخښنه تر هغه خيراته ډېره غوره ده چې ځورول ورپسې وي او الله خو د ډېر زغم والا غني ذات دى.

2:264 اى مومنانو! خپل خيراتونه مو په احسان بارولو او كړولو مه باطلوئ، لكه هغه كس چې خپل مال خلكو ته د ځان ښودنې په خاطر لګوي حال دا چې په الله او ورستۍ ورځ ايمان هم نه لري. نو مثال يې هغې تيږې ته ورته دى چې څه خاوره ورباندى پرته وي، بيا پرې يو سخت باران وشى چې پاكه ښويه يې پريږدي. له خپلو لاسته راوړنو به په هيڅ شي ونه توانېږي. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.