>

د رواد د ژباړې مرکز — 413

31:20 آيا تاسي نه دي ليدلي چې الله هغه څه ستاسو تابع ګرځولي چې په اسمانو او هغه څه چې ځمكه كې دي او پر تاسي يې خپل ټول ښكاره او پټ نعمتونه تمام كړي دي؟ خو ځينې خلك داسې دي چې پرته له پوهې، هدايت او روښانه كتاب، د الله په اړه [دهغه د وجود او د یووالي په اړه] جګړې کوي.

31:21 او کوم وخت چې وویل شي دوی ته د هغه څه تابع شئ چې الله را نازل كړي! وايي: بلکې موږ د هغه څه تابعداري کوو چې خپل پلرونه مو پرى موندلي [آیا تابعداري کوي دوی د پلارانو] اګر که شیطان دوی ته د جهنم د عذاب بلنه ورکوي.

31:22 او چا چې خپل مخ الله تعالی ته وسپارلو (تابع کړ) په داسې حال كې چې نېكي کوونکی هم وي نو هغه کلکه كړۍ ټینګه کړله، او د كارونو انجام د الله په لور دى.

31:23 او چا چې کفر وکړ نو د هغه كفر دې تا خپه نكړي، زموږ خوا ته يې راګرځېدل دي، بيا به يې په هغه څه خبر كړو چې كړي يې دي، بې شكه الله ښه عالم دى په هغه څه چې سينو كې دي.

31:24 لږه فائده به وركړو [په دنیا کې] خو بيا به يې د يو سخت عذاب په لور مجبور كړو [په اخرت کې].

31:25 او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ خامخا به وايي چې الله، و وايه الله لره ستاينه ده، خو زياتره يې نه پوهيږي.

31:26 په اسمانونو او ځمكه كې هر څه الله لره دي، بې شكه هماغه الله بې پروا ستايل شوى دى.

31:27 او كه په ځمكه كې چې څه ونې دي، قلمونه شي او سمندر يې رنګ او بيا اوه نور سمندرونه هم يې ورسره شي نو بيا به هم د الله خبرې خلاصې نه شي، بې شکه الله برلاسى حكمت والا دى.

31:28 ستاسو د ټولو پيدايښت او بيا پاڅون ندی مګر لكه د يو تن (پيدايښت او پاڅون) په څېر (اسان) دى، بې شكه الله اورېدونكى ليدونكى دى.