>

د رواد د ژباړې مرکز — 412

31:12 او بې شكه ورکړی و موږ لقمان ته پوخ علم (ورته مو ویلی و) د الله شكر وباسه، او څوك چې شكر وباسي نو خپل ځان ته شكر وباسي او څوك چې ناشکري کوي نو بې شكه الله بې پروا ستايل شوى دى.

31:13 او كله چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: اې زما زویه الله سره څه مه شريكوه، يقيناً شرك يو ستر ظلم دى.

31:14 او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هكله نصيحت كړى دى، ځكه مور يې د سستۍ دپاسه سستۍ حالت كې بار كړى دى، او (له تي) پرېکول يې په دوو كلونو كې دي، چې زما او د مور او پلار دې شكر وباسه، یوازې ما ته راګرځېدل دي.

31:15 او كه چېرې هغوى دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريك كړې چې تا سره د هغه څه علم نشته نو بيا د هغوى مه منه، او ملګرتیا د دوی کوه د دنیا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه، او د هغه چا په لار ځه چې زما په خوا راګرځېدلى وي، بيا ستاسي راتلل زما په لور دي نو زه به مو په هغه څه خبروم چې تاسي به كول.

31:16 اې زما زویه! خبره دا ده چې كه هغه (نېکي یا بدي) د اوري د يوې دانې په اندازه هم وي او په يو ګټ، يا په اسمانو يا ځمكه كې وي، الله به يې راوړي، بې شكه الله ډېر با خبره باريك ليدونكى دى.

31:17 اې زما زویه! پابندي کوه د لمانځه او حکم کوه د نیکۍ او منع کوه له بدۍ نه او صبر کوه په هغه مصیبتونو چې تا ته رسیږي، یقینا دا له اړینو کارونو څخه دي.

31:18 او (په لویۍ سره د خبرو پرمهال) له خلكو نه مخ مه اړوه او مه ګرځه په ځمكه كې په لویۍ او ناز سره، بې شكه الله كبرجن او لویي کوونکی نه خوښوي.

31:19 او خپل تګ كې منځنی اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، بې شكه تر ټولو غږونو ناكاره غږ د خرو وي.