>

د رواد د ژباړې مرکز — 384

27:77 او دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره.

27:78 بې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى.

27:79 نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې.

27:80 یقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي.

27:81 او نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي.

27:82 او کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو.

27:83 او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي.

27:84 تر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟

27:85 او را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی.

27:86 آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

27:87 او هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي.

27:88 او ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ.