>

د رواد د ژباړې مرکز — 342

23:1 پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول.

23:2 هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه).

23:3 او هغوى چې له چټياتو ډډه كونكي دي.

23:4 او هغوى چې زكات ورکوونکي دي.

23:5 هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتونکي دي.

23:6 پرته له مېرمنو او وينځو يې چې په هغو كې دوى د ملامتۍ وړ نه دي.

23:7 نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو همدغه کسان له حد نه تېریدونکي دي.

23:8 او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.

23:9 او هغوى چې (تل) د خپلو لمونځونو ساتنه كوي

23:10 همدوى وارثان دي.

23:11 چې په ميراث كې به فردوس ومومي اوپه هغې كې به د تل لپاره هستوګن وي.

23:12 او بې شکه پیدا کړی موږ انسان له چاڼ کړی شوې خټې نه.

23:13 بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود.

23:14 بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى دی.

23:15 بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.

23:16 بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ.

23:17 او موږ ستاسي د پاسه اوه لارې جوړې كړې دي او (تر هغو لاندې) مخلوق څخه موږ بې خبره نه يو.