د رواد د ژباړې مرکز — 243
12:64 ويلې آيا د ده په هكله هم هماغه شان باور درباندې وكړم لكه چې ړومبى مې د ده د ورور په هكله باور درباندې كړى و، نو الله غوره ساتونكى او هماغه تر ټولو زيات رحم كوونكى دى.
12:65 او كله چې خپل سامان يې پرانستلو نو خپلې پانګې يې بياموندې چې دوى ته واپس شوي دي، هغوى وويل: پلاره نور څه غواړو؟ دغه ده زموږ پانګه چې را واپس شوې ده، نو موږ به خپل كور ته (نوره) غله هم راوړو، د خپل ورور ساتنه به كوو او يو اوښ بار به زيات راوړو، دغه پيمانه ده په آسانۍ سره.
12:66 يعقوب (علیه السلام) وويل هېڅكله به يې درسره ونه لېږم، تر څو چې د الله په نوم كلک لوظ رانكړئ چې خامخا به يې راته راولئ مګر دا چې ټول ګير شئ، نو كله چې هغوى كلک لوظ وركړ يعقوب (علیه السلام) وويل: موږ چې څه وايو الله پر هغه شاهد او ساتونكى دى.
12:67 او ورته ويې ويل: ای زامنو! ټول په يوه وره (دروازه) مه ننوځئ بلكې په بېلا بېلو دروازو ورننوځئ، او زه خو د الله له لوري هېڅ شى له تاسو نه شم ايسارولى، له الله پرته د بل چا حكم نه چليږي، پر هماغه مې بروسه ده او توكل كوونكي دې هم پر ده بروسه وكړي.
12:68 او كله چې هماغسې ورننوتل څنګه چې یې پلار ورته امر كړى و، نه و چې ايسار کړي (د دوی دا تدبیر) د الله څخه هېڅ شی، خو د يعقوب (علیه السلام) په زړه كې يوه تلوسه وه چې تر سره يې كړه، او بې شکه هغه د هغې پوهې خاوند و چې موږ وركړې وه خو زياتره خلک نه پوهېږي.
12:69 او كله چې پر يوسف ورننوتل نو هغه خپل ورور ځان ته ورنږدې كړ ويلې زه ستا ورور يم نو په هغو چارو مه خفه كېږه چې دوى يې كوي.