>

د رواد د ژباړې مرکز — 178

8:9 هغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل چې زه ستاسي د مرستې لپاره پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم.

8:10 او دا هر څه الله له دې لپاره وکړل چې تاسي لپاره زيرى وي او زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه نو مرسته خو چې هر كله كېږي د هماغه الله له لوري كېږي، په يقيني توګه الله برلاسی او د حكمت څښتن دى.

8:11 كله چې پر تاسو يې له خپل لوري د ډاډينې لپاره پركالي راخپروله او پر تاسې يې له اسمانه اوبه راتويولې چې ورباندې پاك مو كړي، د شيطان پليتي در څخه يوسي، زړونه مو پرې قوي او پښې مو ورباندې ټينګې كړي.

8:12 كله چې ستا رب ملايكو ته وحې وكړه چې زه خامخا درسره (مل) يم نو هغه خلك ټينګ كړئ چې مومنان دي، زه به ډېر زر د هغو كسانو په زړونو كې وېره واچوم چې كافر شوي دي نو پر غاړو يې ووهئ او بند په بند (يا ټولې ګوتې) يې ووهئ.

8:13 دا ځكه چې دې خلكو له الله او د هغه له پيغمبر سره مخالفت كړې ده او څوك چې له الله او د هغه له رسول سره مخالفت کوي نو بې شكه چې الله د سخت عذاب والا دى.

8:14 دا ستاسي (دنيايي سزا ده) نو ويې څكئ او يقيناً (په آخرت كې) د كافرانو لپاره د اور عذاب دى.

8:15 اې مومنانو! كله چې كافرانو سره د يو لښكر په بڼه مخامخ شئ نو هغوى ته شا مه ورګرځوئ.

8:16 او څوك چې په هغه ورځ شا ور اړوي پرته له دې چې د جګړې لپاره ځاى بدلونكی يا بلې ډلې سره يوځاى كېدونكى وي نو هغه د الله له لوري په يو غضب اخته شو او استوګنځى يې جهنم دى او هغه د ورګرځېدو بد ځاى دى.