د رواد د ژباړې مرکز — 166
7:131 نو كله چې ښه وخت به پرى راغلو، ويل به يې موږ خو د همدې وړ يو، او كه تنګسه به پرې راغله نو په موسى او ملګرو به يې بد شاګوم (بد فال) نيولو، خبر اوسئ چې د دوى شومتوب الله سره و خو زياتره يې نه پوهيږي.
7:132 او هغوى وويل: ته كه هر څنګه نښانه راته راوړې چې پر موږ جادو وكړې، بيا هم ستا د خبرو منونكي نه يو.
7:133 نو پر هغوى مو توپان راوستو او ملخان، سپګې، چنګښې او وينه د بېلا بېلو نښانو په توګه، خو دوى لويي وكړه او (ډېر) مجرم خلك وو.
7:134 او كله به چې پر هغوى كوم عذاب راغلو نوويل به يې: ای موسى: تاته يې چې كومه وعده دركړې په هغې سره له خپله ربه موږ ته وغواړه چې كه دا عذاب دې رانه لرې كړ نو خامخا به ايمان در باندې راوړو او حتماً به بني اسرائيل درسره وليږو.
7:135 خو كله چې موږ به هغه عذاب تر يوه ټاكلي وخته چې دوى ور رسېدونكي وو، ترې لرې كړ نو بيا به يې (فى الحال) خپله وعده ماتوله.
7:136 نو بيا مو غچ ترې واخيست او په سمندر مو لاهو كړل ځكه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل او ترې بې پروا شوي وو.
7:137 او د دوى پر ځاى مو هغه خلك چې كمزوري كړل شوي وو، د هغې ځمكې د ختيځ او لويديځ وارثان كړل چې بركت مو پكې اچولى دى او ستا د رب دښېګڼې وعده په بني اسرائيلو تمامه شوه ځكه چې دوى صبر كړى و او ټول هغه څه مو تباه كړل چې فرعون او قوم يې جوړول او لوړول.