>

د رواد د ژباړې مرکز — 151

7:1 المص [1]

7:2 دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.

7:3 (اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ.

7:4 څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو.

7:5 او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو.

7:6 نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو.

7:7 بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله کیسه د هغوى مخې ته وړاندې كړو، او موږ چېرته غائب نه وو.

7:8 او تول د (کړنو) په دغه ورځ (قیامت) حق دی، نو د چا چې تله (د نیکیو) درنده شوه همدوی کامیاب دي.

7:9 او د چا چې پلې سپكې شي هغوى به په زيان كې د خپل ځان اخته كوونكي وي ځكه چې هغوى زموږ له اّيتونو سره له ظلمه ډك چلند كاوه.

7:10 موږ تاسي له واك سره په ځمكه كې مېشت كړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسيدو وسايل برابر كړل، خو تاسي ډېر كم شكر وېستونكي ياست.

7:11 او بې شكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملائكو ته وويل چې آدم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه چې له سجده كونكو سره (شامل) نه شو.