>

د رواد د ژباړې مرکز — 99

4:128 او كه كومه ښځه د خپل خاوند له ناوړه چلند يا مخ اړونې په اندېښنه كې وه نو څه ګناه ورباندې نشته كه خپلو كې څه جوړه سره وكړي، او جوړه خو ډېره ښه ده او نفسونه زړه تنګى ته حاضر شوي دي، او كه تاسو ښېګڼه او ځان ساتنه وكړئ نو بې شكه الله په هغه چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.

4:129 او هيڅكله به ونه شئ كړاى چې د ښځو ترمنځ عدل وكړئ كه څه هم تلوسه يې ولرئ، نو (يوه لوري ته) په كامله توګه مه اوړئ چې (بله) د ځوړندې په شان پرېږدئ او كه سوله او تقوى وكړئ نو بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

4:130 او كه (ښځه او خاوند) سره بېل هم شي نو الله به يې خپل پراخ فضل سره هر يو غني كړي او الله د حكمت او پراخۍ څښتن دى.

4:131 او په اسمانو او ځمكه كې هر څه الله لره دي او يقيناً موږ هغو ته هم دا حكم كړى و چې له تاسو ړومبى كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم چې الله نه ووېرېږئ، او كه كافران شئ نو بې شكه په اسمانو كې هر څه او په ځمكه كې هر څه ټول د الله دي او الله ستايل شوى غني دى.

4:132 او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي ټول الله لره دي، او الله بس دى ښه كارجوړوونكى.

4:133 كه وغواړي نو تاسو به له منځه يوسي او نور به راولي، او الله په دې ښه برلاسى دى.

4:134 څوك چې (يوازى) دنيايى بدله غواړي نو (خبردې شي) چې الله سره هم دنيايى بدله شته او هم د آخرت او الله ليدونكى اورېدونكى دى.