>

د رواد د ژباړې مرکز — 95

4:102 او چې كله ته په دوى كې وې او د لمانځه اقامت ورته وكړې نو د هغوى يو ټولى دې تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي، نو چې سجده يې وكړه بيا دې ستاسو تر شا اوسي او هغه بل ټولى دې راشي چې لمونځ يې لا نه دى كړى نو تا سره دې لمونځ وكړې او دوى دې هم خپل چمتووالى او وسلې ورسره واخلي، كافران خوښوي چې كه تاسو له خپلو وسلو او سامانونو لږ غافل شئ نو يو ځلي به درباندې راتوى شي، خو كه د باران له امله ځورېدئ يا ناروغان وئ نو بيا څه وبال درباندې نشته چې خپلې وسلې كيږدئ خو چمتووالى مو نيسئ، بې شكه الله كافرانو ته سپكوونكى عذاب تيار كړى دى.

4:103 نو چې لمونځ ختم كړئ بيا هم په ولاړه، ناسته او اړخ ملاسته الله يادوئ، او كله چې ډاډه شوئ نو بيا (سم پوره) لمونځ كوئ، بې شكه لمونځ په ټاكلو وختو كې پر مومنانو فرض دى.

4:104 او د دې ډلې (كافرانو) په لټون كې سستي مه كوئ، كه تاسو خوږيږئ نو دوى هم ستاسو په شان خوږيږي، حال دا چې تاسو د الله نه هغه هيلې هم لرئ چې دوى يې نه لري، او الله د حكمت او پوهې خاوند دى.

4:105 بې شكه دا كتاب مو په حقه سره تا ته رانازل كړی، تر څو د خلكو ترمنځ په هغه څه فيصله وكړې چې الله درښودلي، او د خائنانو لپاره شخړه كوونكى مه اوسه.