د رواد د ژباړې مرکز — 94
4:95 د مومنانو بې عذره ناست كسان او د الله په لار كې په مالونو او ځانو جهاد كوونكي سره برابر نه دي، په مال او ځان مجاهدينو ته الله پر دغو ناستو كسانو د خاصې درجى فضيلت وركړى دى. (كه څه هم) الله له هر يوه سره د ښې بدلې لوز كړى، خو مجاهدينو ته يې پر ناستو د لوى اجر فضيلت وركړى.
4:96 چى د ده له خوا درجې، بخښنه او لورينه ده، او الله مهربان بخښونكى دى.
4:97 بې شكه هغوی چې ملائكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پر خپلو ځانو ظالمان وو، (ملائكې) ورته وايي په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي آيا د الله ځمكه پراخه نه وه چې هجرت مو پكې كړى وى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بد ځاى دى.
4:98 پرته له هغو كمزورو نارينه و، ښځو او ماشومانو چې نه څه چاره لري او نه كومه لار پېژني.
4:99 نو ښايي چې الله يې و بخښي او الله مهربان تېرېدونكى دى.
4:100 او چا چى د الله په لار كې هجرت وكړ نو په ځمكه كې به ډېر استوګنځايونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره د الله او رسول په لور هجرت كوونكى ووځي او مرګ يې بيامومي نو اجر يې يقيناً د الله په ذمه شو او الله مهربان بخښونكى دى.
4:101 او كله مو چې په ځمكه كې سفر كولو نو څه ګناه درباندې نشته چې د لمانځه نه څه رالنډ كړئ، كه وېرېدلئ چې كافران به مو وځوروي، او كافران خو يقيناً ستاسو ښكاره دښمنان دي.