د رواد د ژباړې مرکز — 88
4:60 آيا هغه دې نه دي ليدلي چې دعوی كوي په هغه څه يې ايمان راوړى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي، خو غواړي چې د پريكړې لپاره طاغوت (باطل خداى) ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوي چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) لرې بې لاريتوب سره.
4:61 او چې ورته وويل شي د الله رالېږلې خبرې ته راشئ او د رسول په لوري نو منافقان به وينې چې له تا نه په كلكه ډډه كوي.
4:62 نو بيا به څنګه وي چې په خپلو لاسو وړاندې لېږلي عمل په وجه يو مصيبت ور ورسيږي، بيا درته راشي په الله به قسمونه كوي چې موږ خو له ښېګړى او جوړښت پرته بل څه نه غوښتل.
4:63 دوى هغه خلك دي چې په زړوكې يې موجودو خبرو باندې الله پوهيږى نو څنګ ترې وكړه، نصيحت ورته وكړه او په اړه يې زړه پرېوتونكې خبره ورته وكړه.
4:64 او پرته له دې چې د الله په حكم يې اطاعت وكړي شي، بل څه لپاره مو يو رسول هم نه دى رالېږلى او كه دوى هغه وخت درته راغلي واى چې پر ځانو يې ظلم كړى و بيا يې خپله هم الله نه بخښنه غوښتې واى او رسول هم بخښنه ورته غوښتې واى نو الله به يې مهربان توبه منونكى موندلى و.
4:65 نو، نه، په رب دې قسم تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني.