>

د رواد د ژباړې مرکز — 85

4:38 او (بل) هغوى چې خپل مالونه خلكوته ځان ښودنې لپاره لګوي او په الله او آخرت ورځ ايمان نه لري، او د چا چې شيطان ملګرى شى نو ډېر بد ملګرى (يې) دى.

4:39 او په دوى به څه شوي وو كه پر الله او آخرت ورځ يې ايمان راوړى وای او له هغې روزي نه چې الله وركړې څه يې (الله لپاره) لګولي واى او الله خو پر دوى ښه پوه دى.

4:40 بې شكه الله ذرې هومره ظلم نه كوي او كه هغه ښېګړه وي نو دوه برابره يې كوي او له خپل لوري لا ستر اجر هم وركوي.

4:41 نو څه حال به وي كله چې له هر امت نه څوك شاهد راولو او تا پر دغو شاهد راولو.

4:42 په هغه ورځ به چا چى كفر کړی وي او له دې رسوله یې سرغړونه كړې وي، دا خوښوي چې ارمان ځمكه پرې هواره شوې واى او الله نه به هيڅ خبره نه شي پټولاى.

4:43 ای مومنانو په داسې حال كې لمانځه ته مه نږدى كېږئ چې تاسو نېشه (يا مست) یاست، تر هغه پورې چې پوه شئ پر هغه څه چې تاسو يې وايئ، او (همداراز) نه په جنابت كې مګر دا چې لاروي ياست تر هغو چې غسل وكړئ او كه تاسو ناروغ وئ يا په مسافرۍ كې، يا كوم يو له ميتيازو راغلئ، يا مو ښځو سره نږدېوالى وكړ خو اوبه مو ونه موندې نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او پر خپلو مخونو اولاسونو يې ومښئ، بى شكه الله بخښونكى عفو كوونكى دى.

4:44 آيا هغو ته دې پام نه دى كړى چې د كتاب يوه برخه وركړل شوې (خو) بې لاريتوب پيري او غواړي چې تاسو هم سمه لار وركه كړئ.