د رواد د ژباړې مرکز — 81
4:20 او كه مو يوه ښځه په بلې بدلول غوښتل او د هغوى كومې يوې ته مو ډېر مال هم وركړى وي نو بېرته به هېڅ شى نه ترې اخلئ، نو آيا په تور تپلو او ښكاره ګناه به يې اخلئ؟
4:21 او څنګه به يې اخلئ حال دا چې تاسي يو بل ته (ډېر نږدې) رسېدلي ياست او هغوى له تاسي پوخ لوز هم اخيستى؟
4:22 او له هغو ښځو نه څوك مه په نكاح كوئ چې پلرونو مو نكاح كړې وي، مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه دا يو ناوړه، د غضب وړ كار او بد چلند دى.
4:23 حرامې شوې دي پر تاسو مېندې مو، لوڼې مو، خويندې مو، ترورانې مو، توړۍ ګانې مو، ورېرې مو، خورزې مو، هغه ميندې مو چې تى يې دركړى، رضاعي خويندې مو، خواښې ګانې مو، او په خپل كوركې ستاسي د هغو مېرمنو پركټۍ چې ورسره نږدې شوي ياست خو كه ورنږدې شوى نه وئ نو بيا څه ګناه درباندې نشته او د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو او دا چې دوه خويندې يو ځاى سره په نكاح كړئ مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.