>

د رواد د ژباړې مرکز — 8

2:49 او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ.

2:50 او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل.

2:51 او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ.

2:52 بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ.

2:53 او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ.

2:54 او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی.

2:55 او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل.

2:56 پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ.

2:57 او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو.