>

د رواد د ژباړې مرکز — 68

3:141 او د دې لپاره چې مومنان بېل چاڼ (پاک) كړي او كافران هلاك كړي.

3:142 ايا انګېرلې مو ده چې جنت ته به ننوځئ او الله به نه ستاسو مجاهدين معلوم كړي وي او نه صابران؟

3:143 او يقيناً چې تاسو به د مرګ هيله كوله چې لا ورسره مخامخ شوي نه وئ نو دا دى اوس خو مو وليد چې پخپله مو ورته كتل.

3:144 او محمد (صلی الله علیه وسلم) خو د يو رسول پرته بل څه نه دى چې له ده وړاندې هم رسولان تېرشوي، نو كه هغه ومري يا ووژلى شي تاسو به بېرته په پوندو وګرځئ؟ او هر څوك چې بيرته په پوندو وګرځي نو هيڅكله به الله ته څه تاوان ونه رسوي، او الله به ډېر زر شاكرانو ته اجر وركړي.

3:145 اوهيڅ يو كس لره دا (واك) نشته چې ومري مګر د الله په حكم سره په ليكلې ټاكلې نېټه، او څوك چې د دنيا اجرغواړي نو له همدې يې برخه وركوو او څوك چې د اّخرت ثواب غواړي نو له هماغه يې وركوو او زر به شكر وېستونكو ته ښه بدله وركړو.

3:146 او ډېر داسې نبيان دي چې په خوا كې يې ډېر خداى پالونكي جنګېدلي دي خو د الله په لار كې ور رسېدلو مصيبتونو له کبله نه سست شول، نه كمزوري شول، او نه یې سرونه ټیټ کړل او الله همداسې صابران خوښوي.

3:147 او له دې پرته يې بله خبره نه وه چې ويل به يې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راته و بخښه او په خپلو چارو كې زموږ تېرى، زياتى (راوبخښه) او پښې مو ټينګې كړې او پركافر قوم مرسته (برى) راکړه.

3:148 نو الله هغوى ته په دنيا هم بدله وركړه او په اّخرت لا غوره ثواب، او الله همداسې نېكان خوښوي.