>

د رواد د ژباړې مرکز — 66

3:122 كله چې له تاسو نه دوو قبيلو د بې زړه توب قصد وكړ حال دا چې الله يې مرستندوى و او مؤمنان دې پر الله بروسه وكړي.

3:123 او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ.

3:124 كله چې تا مومنانو ته ويل: ايا دا مو بس نه ده چې رب مو په دريو زرو رالېږليو ملايكو مرسته وكړي؟

3:125 ولې نه، كه صبر او تقوى وكړئ او هغوى دا اوس درباندې راشي نو رب به مو په پنځو زرو نښانمنو ملايكو مرسته وكړي.

3:126 او دا (د ملايكو راتګ) يې نه و ګرځولى تاسو ته مگر يو زېرى او چې زړونه مو پرې ډاډه شي، حال دا چې مرسته د ځېرك برلاسي الله نه پرته، له بلې خوا نشته.

3:127 ترڅو د كافرانو يو لورى غوڅ يا خوارو زار كړي او نا مراده بيرته وګرځي.

3:128 (اى پېغمبره !) د فيصلې په واكمنۍ كښې ستا څه برخه نشته، دالله واك دى كه يې خوښه شي و به يې بخښي او كه وغواړي په سزا به يې ورسوي؛ ځكه چې هغوى تيری كوونكي دي.

3:129 او الله لره دي څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، چاته چې وغواړي بخښي يې او چاته چې وغواړي په عذابوي يې او الله مهربانه بخښونكى دى.

3:130 اى مومنانو څو څو برابره زيات سود مه خورئ او الله نه ووېريږئ ترڅو بريالي شئ.

3:131 له هغه اور نه ځان وژغورئ چې د كافرانو لپاره تيار كړاى شوی دى.

3:132 او د الله او رسول حكم ومنئ، تر څو رحم درباندې وشي.